۰

الیس ویلز تقاعد او په کور کېنول شوه

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ته تقاعد ورکړل شوی او په کور کېنول شوې ده.
الیس ویلز تقاعد او په کور کېنول شوه
د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ته تقاعد ورکړل شوی او په کور کېنول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، له دې وروسته به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اړیکو او ستونزو په اړه د میرمن ویلز سلا مشورې له ځانه سره ونه لري.

 مایک پمپیو د میرمن ویلز له ۳۱ کلن خدمت مننه کړې او هغې ته یې د پاتې ښه ژوند هیله کړې ده.

مېرمن ویلز چې ۳۱ کاله یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې بېلا بېلې دندې تر سره کړې دي، په دې وروستیو کې د خپل ماموریت زیاته موده د افغانستان او پاکستان په اړه مسایلو کې تېره کړه او څو څو ځله یې کابل او اسلام اباد ته د سولې په رابطه سفرونه وکړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي