پکتیکا کې د لاسي بم برید ۲۰ ځوانان ټپیان کړي دي

15 ثور 1399 ساعت 11:05

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د تراوېح لمانځه ته په انتظار ځوانانو د لاسي بم برید شوی او ۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د تراوېح لمانځه ته په انتظار ځوانانو د لاسي بم برید شوی او ۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د یکشنبې په شپه د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسین کلي کې رامنځ ته شوې  ده.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، ځوانان د مسجد مخې ته د تراوېح لمانځ لپاره په انتظار ولاړ و، چې د لاسي بم برید پرې شوې.

دی زیاتوي، په دغه برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې ټول د خیرکوټ ولسووالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پولیسو ویاند وايي، له دغه برید وروسته طالبانو په سیمه کې په سیمه ييزه پولیسو هم ډزې کړې، خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 127529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com