د برښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه شرکت په کارکوونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه چاودنه نن دوشنبې د غوايي ۱۵ مه هغه مهال شوې، چې شرکت کارکونکي د یوې الوځول شوې پایې د جوړولو لپاره سیمې ته ور روان وو.
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، ناپېژانده کسانو تېره شپه په چمتله سیمه کې د واردادتي برېښنا یوه پایه په ماین الوځولې وه.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه پایې د جوړولو لپاره د شرکت کارکوونکي سیمې ته روان و، چې چاودنه پرې شوې او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.
د برېښنا شرکت وايي، په ټپیانو کې دوه انجینران هم شامل دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه د وسله والو کسانو له خوا الوځول شوې وه، چې له پنځه ورځې کار وروسته بېرته جوړه شوه.
د دغه پایې تر نړېدو وروسته ملي امنیت خبر ورکړ، چې د یادې پایې ۶ تنه نړونکي مجرمان یې نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل