کرونا په افغانستان کې:

۱۹۰ تازه پېښې ثبت شوې ټولې ۲۸۹۴ ته ورسېدې

15 ثور 1399 ساعت 12:31

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۰ تازه پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۰ تازه پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح نن دوشنبې د غوايي ۱۵ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویرس ۴۹۸ شکمنې پېښې څېړل شوي، چې ۱۹۰ یې مثبت وې.

تر ټولو ډېرې ۴۱ مثبتې پېښې په پکتیا کې ثبت شوې دي، ۳۰ پېښې په هرات، ۲۵ په کندهار، ۲۴ په کابل، ۱۷ په بلخ، ۱۳ په ننګرهار، ۱۱ په لغمان، ۹ په فراه او پاتې په اتو نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویرس څخه ۵۰ تنه روغ شوي هم دي خو ۵ تنه بیا مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي اندېښنه ښيي چې مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او هېوادوالو ته په کار ده چې کرنټین مراعات کړي، ددوی سپارښتنې عملي کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ډاګتر مجروح خبرداری ورکړ، چې نور د روغتیا وزارت له نصحت څخه هم پورته شوې او که خلک کرنتین په جدي توګه مراعت نه کړي نو لوی ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com