د امریکا دفاع وزیر:

هڅه کو، چې له طالبانو سره شوی تړون بشپړ عملي شي

16 ثور 1399 ساعت 10:24

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، خو امریکا په افغانستان کې له ټولو لورو سره سره کار کوي، څو له طالبانو سره د امریکا لاسلیک کړی تړون په بشپړه توګه عملي شي.


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، خو امریکا په افغانستان کې له ټولو لورو سره سره کار کوي، څو له طالبانو سره د امریکا لاسلیک کړی تړون په بشپړه توګه عملي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسپر دغه څرګندونې پرون دوشنبې د غوايي ۱۵ مه د پنټاګون له یوې خبریالې سره د ویډیويي مرکې له لارې کړې  ده.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان مسله نظامي حل لار نه لري او باید دا کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړی شي.

اسپر زیاته کړې، دوی نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي نو له همدې امله به امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپلو شریکانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، که څه هم د تړون له لاسلیک وروسته طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، خو په دې موده کې یې په امریکايي ځواکونو بریدونه هم نه دي کړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له امریکا سره شوې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او افغان حکومت هم باید یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ځان چمتو کړي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تړون وروسته طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې بریدونو یې لا زور اخیستی.

افغان حکومت، ملګرو ملتونو، ناټو اروپايي ټولنې او ځینو هېوادونو پر طالبانو په وار وار د اوربند کولو غږ کړی، خو طالبانو دا غوښتنه  رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127555

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127555/

جمهور
  https://www.jomhornews.com