حامد کرزی:

روانه جګړه ورور وژنه او د پردیو د ګټو لپاره ده، ویې دروي

17 ثور 1399 ساعت 9:30

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه او د پردیو د ګټو لپاره ده، چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه او د پردیو د ګټو لپاره ده، چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په هېواد کې د روان وضعیت او جګړې په اړه اندېښنه ښودلې او دا جګړه یې  یوازې د افغانانو په زیان بللې ده.

کرزي ویلي، دغه جګړه ورور وژنه او د پردیو د ګټو لپاره ده او اوس وخت د دې دي، چې ژر تر ژره دغه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

هغه ټینګار کړي، چې اوسنی روان وضعیت د سولې له هڅو سره په ټکر کې دی، جګړه شدیده ده چې ګټه یې پردیو او زیان یې افغانانو ته اوړي.

حامد کرزي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ورور وژنې ته د پای ټکی کېږدي، ژر تر ژره د مذاکراتو لار خپله کړي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سولې ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com