امریکا نور په افغانستان کې د هوایي بریدونو معلومات نه خپروي

17 ثور 1399 ساعت 9:38

امریکا وايي تر دې وروسته په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو په اړه معلومات نه خپروي.


امریکا وايي تر دې وروسته په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو په اړه معلومات نه خپروي.

 د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند زچاري هارل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې او په افغانستان کې د روانې جګړې د کمېدو په موخه به له دې وروسته د هوايي عملیاتو او بریدونو په اړه معلومات نه خپروي.

نوموړي زیاته کړې، دوی په دې لټه کې دي چې ژر تر ژره له طالبانو سره د سولې رامنځ ته شوې هوکړه عملي شي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي.

تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې نور به د افغان جګړې او تلفاتو په اړه معلوماتو له رسنیو سره نه شریکوي.

امریکا داسې مهال دغه اقدام کوي چې طالبانو پر امریکایي ځواکونو بریدونه درولي خو له افغان حکومت سره یې جګړه روانه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com