هلمند کې د طالبانو له لوري اړول شوی سړک بېرته جوړ کړای شو

17 ثور 1399 ساعت 11:59

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی.


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو څه وخت وړاندې د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده د کوپک په سیمه کې ۳ کیلومتره پوخ سړک اړولی و.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله فسبوک پاڼه  په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اوس دغه سړک بېرته د افغان ځواکونو له لوري رغول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سړک د مګړی د ۲۱۵ میوند قول اردو د انجینرۍ ټیم له لوري رغول شوی او د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127591

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127591/

جمهور
  https://www.jomhornews.com