د لوړو زده کړو د الکترونیکي روزنې د مدیریت سیستم پرانیستل شو

17 ثور 1399 ساعت 15:26

د لوړو زده کړو د الکترونیکي روزنې د مدیریت سیستم، د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د یوې ویډیویي غونډې پر مهال پرانیستل شو.


د لوړو زده کړو د الکترونیکي روزنې د مدیریت سیستم، د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د یوې ویډیویي غونډې پر مهال پرانیستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزی وایي، د دولتي پوهنتونونو تر څنګ له ۲۰ خصوصي پوهنتونونو سره هم تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چې له مخې به یې محصلینو ته په انلاین بڼه زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې سېستم کې هر استاد او محصل ته ځانګړی ای ډي نمبر ورکول کېږي، چې پر مټ یې سېستم ته ننوتلی شي او د آنلین زده کړو لپاره ګټه ترې اخیستی شي.

د یادونې ده، له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ناروغي خپره شوې ده تحصیلي او تعلیمي مرکزونه بند شوي، چې له کبله یې محصلین او زده کوونکي د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ټاکل شوې ده د دې سېستم پر مټ اوس په انلاین ډول محصلینو ته زده کړې ورکول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com