د پکتیا د احمدابا ولسوال په یوه برید کې ټپي شوی دی

18 ثور 1399 ساعت 10:22

سمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.


سمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، پر ولسوال پرون چهارشنبې د غوايي ۱۷ مه ماښام مهال برید شوی دي.

نوموړی زیاتوي د احمدابا ولسوال حضرت محمد د روژه ماتي پر مهال له خپل کارځای څخه د کور په لور روان و، چې د یاد ولسوالۍ په سلام خېلو سیمه کې پرې وسله والو برید وکړ.

د ویاند په وینا برید کوونکو له فیلډر ډوله موټر څخه پر ولسوال برید کړي، چې خپله ولسوال او یو ساتونکی یې ټپیان شوي او یو بل ساتونکی یې وژل شوی دی.

حسرت زیاتوي، چې ولسوال د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه ‌دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com