میدان وردګو کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

18 ثور 1399 ساعت 10:34

سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند محب الله شریف زوی وايي، طالبانو ته یاد مرګ ژوبله پرون چهارشنبې شپه د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې اوښتې ده.

د والي د ویاند په وینا طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ او څلور افغان پوځیان یې ټپیان کړل.

دی زیاتوي، چې د طالبانو له برید وروسته افغان هوايي ځواک پر طالبانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي شریفزي د وردګ ولایت د سیمه‌ ېیزو چارواکو په حواله ویلي، لاهم د طالبانو ځیني کسان لادرکه دي او زیاتوي چې ښایې د مړو شمېر لا ډېر وي.

تر اوسه وسله‌ والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ‌ده کړی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 


د مطلب کود: 127610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com