د ایران ځانګړي استازي د طالبانو د قطر دفتر غړو سره خبرې کړې

18 ثور 1399 ساعت 10:55

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره خبرې کړي دي.


د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا تلېفوني مکالمه تایید کړې او ویلي یې دي دواړو لورو د سولې پر روان بهیر او کرونا ویروس سره پر مبارزې خبرې کړې دي.  

سرچینه زیاتوي، ایران هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې مرسته وکړي او همدا راز له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په سیمه کې ګډې همکارۍ رامنځ ته کړي.

د یادونې ده، چې طاهریان تر دې څو ورځې وړاندې افغانستان ته هم سفر کړی و او دلته یې له ولسمشر غني او ګڼو نورو مهمو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې وې.

د ایران ځانګړی استازی او طالب استازي پر داسې مهال دغه خبرې کوي، چې پرون د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسېدلی او له طالب استازو سره یې کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  وايي، خلیلزاد به په دې سفر کې د طالبانو له استازو سره پر لیدنه او خبرو سربېره هند او پاکستان ته هم ولاړ شي او د هغه هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، په اعلامیه کې ویل شوي«هغه به په دغو دریو هیوادونو کې د تم کیدو پرمهال په تاوتریخوالي کې په عاجل ډول د کمیدو، د بین الافغاني خبرو د پیل د مهال ویش چټکول او په افغانستان کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره د ټولو غاړو ترمنځ د همکاري غوښتنه وکړي.»

په ورته وخت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دغې ډلې د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې د سفیر خلیلزاد سره تیره ورځ کتلي دي.

سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، چې په دې خبرو کې د بندیانو د خلاصون، بین الافغاني خبرو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوګړې په بشپړ ډول د پلي کېدو په لارو چارو خبرې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 127611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com