امریکايي ځواکونو تېر کال ډېر ملکي وګړي افغانستان کې وژلي

18 ثور 1399 ساعت 11:02

د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې په افغانستان، سوریه، عراق او سومالیا کې د خپلو ځواکونو له لوري د وژل شویو ملکي وګړو شمېره خپره کړې ده.


د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې په افغانستان، سوریه، عراق او سومالیا کې د خپلو ځواکونو له لوري د وژل شویو ملکي وګړو شمېره خپره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شمېره د تېر کال د عملیاتو ده، چې په کې تر ټولو ډېر ملکي وګړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په راپور کې راځي چې امریکا په افغانستان کې په تېر ۲۰۱۹ کال کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۸ ملکي وګړي وژلي دي.

دغه راز راپور کې زیاته شوې چې امریکايي ځواکونو په یادو څلورو هېوادونو کې ټول ټال ۱۳۰ ملکیان وژلي او ۹۱ نور یې ټپیان کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ځينې څارونکې ادارې بیا وایي امریکا د وژل شوو ملکیانو شمېرې کمې ښودلې دي او په دې اړه یې معلومات پټ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127612

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127612/

جمهور
  https://www.jomhornews.com