د اداري اصلاحاتو کمېسیون، په کابل کې د ملکي دولتي کارکوونکو رخصتي یې د روژې تر پایه وغځوله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن پنشنبې د غوايي ۱۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د ثور د میاشتې په ۱۳مه د کابینې په غونډه کې شوې ده.
خبرپاڼه وايي، د یادې پرېکړې سره سمم د ملکي دولتي کاروونکو رخصتي د روژې تر پاي پورې غځېدلې او د ادارو د رئیسانو په شمول هغه کسان به یوازې دندو ته حاضرېږي چې د کار لپاره یې اړتیا موجوده وي.
د یادونې ده، چې کابل کې د وري میاشتې په اتمه قرنطین اعلان شوی، له همغه وخته راهیسې په کې لوی شمېر دولتي کارکوونکي رخصت دي، خو د امنیت، صحت او ښاروالۍ برخې کارمندان بیا په نورمال ډول دندو ته ځي.
جمهورخبري آژانس:کابل