د روان کال په لومړۍ ربع کې په افغان جګړه کې ۷ امریکایان وژل شوي

18 ثور 1399 ساعت 13:43

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، د روان مېلادي کال په لومړۍ ربع کې په افغان جګړه کې ۷ امریکایان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، د روان مېلادي کال په لومړۍ ربع کې په افغان جګړه کې ۷ امریکایان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، له وژل شویو اوو امریکایانو څخه څلور یې په جګړه او درې نور بیا په نورو پېښو کې وژل شوي دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقنامې ترلاسلیک وروسته، په روانه جګړه کې ترټولو ‌ډېر ملکي افغانان او افغان سرتیري وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127626

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127626/

جمهور
  https://www.jomhornews.com