امرالله صالح:

د ترهګرو د تمویلوونکو په اړه شواهد په زیاتېدو دي

18 ثور 1399 ساعت 14:38

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل په شمال کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وروستي عملیات بریالي او له لاس ته راوڼو ډک بللي دي.


د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل په شمال کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وروستي عملیات بریالي او له لاس ته راوڼو ډک بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د غوايي ۱۸ مه په یوه ټوېټ کې همدې مسالې ته په اشارې ویلي، چې د ترهګرو او د هغوی د تمویلوونکو په وړاندې د شواهدو اندازه مخ په ډېرېدو ده.

نوموړي د افغانستان ملي امنیت ته د کابل په شمال کې د داعش خراسان او حقاني ډلې په ګډې هستې د بریالیو عملیاتو مبارکي وايي.

ښاغلي صالح ویلي، په دې عملیاتو کې د نیول شویو مهماتو په ډله کې د داعش ډلې مشهوره چاړه چې د خلکو غاړې یې ورباندې پرې کولې او هغه څوکۍ چې "مقتول" به ‌یې د کمرې مخ ته پرې کېناوه شامل دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د تېرې سه شنبې د غوايي ۱۶ مه د کابل په ۱۱مه حوزه او شکر درې سیمه کې د داعش او حقاني د ګډې هستې په څلورو پټنځایونو عملیات کړي چې په نتیجه کې یې پنځه ترهګر وژلي او ۸ تنه ‌یې ژوندي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com