د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کرونا اخته شوی

19 ثور 1399 ساعت 12:37

باوري سرچینې تایید کړې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په کویډ ۱۹ یا کرونا ویروس اخته شوی دی.


باوري سرچینې تایید کړې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په  کویډ ۱۹ یا کرونا ویروس اخته شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ښاغلي فیروز د معایناتو نتیجه پرون پنشنبې د غوايي ۱۸ مه معلومه شوې، چې مثبت وه.

د سرچینې په وینا د عامې روغتیا د وزیر ښاغلي فیروز روغتیايي وضعیت ښه دی خو دا مهال په کور کې قرنطین دي.

که څه هم په ځینو هېوادونو کې ان تر لومړي وزیرانو پورې په کرونا اخته شوي، خو په افغانستان کې دا لومړی لوړ پوړی چارواکی دی، چې په کرونا ویروس اخته کېږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې دا مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۴ زرو ته رسېږي، چې ۱۰۶ ترې مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com