پروان:د ښکار پر سر شخړه کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 ثور 1399 ساعت 13:14

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوه مارغه د ښکار پر سر شخړه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوه مارغه د ښکار پر سر شخړه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون پنشنبې د غوايي ۱۸ مه مازیګر مهال د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، پېښه د پروان مرکز چاریکارو شپږ کیلومترۍ کې په سیدخېلو ولسوالۍ کې شوې، چې  یو تن په کې وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

نوموړې وايي، د پېښې عامل نیول شوی دی او دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې ترې پلټنې روان دي.

د یادونې ده، چې تېره میاشت هم د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ترو د زامنو تر منځ د ښکار پر سر شخړه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127644

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127644/

جمهور
  https://www.jomhornews.com