۰

نړیوال بانک افغانستان ته ۴۰۰ میلیون ډالر مرسته تصویب کړه

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
نړیوال بانک له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو بې قید و شرط مرستې اعلان وکړ.
نړیوال بانک افغانستان ته ۴۰۰ میلیون ډالر مرسته تصویب کړه
نړیوال بانک له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو بې قید و شرط مرستې اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بانک تر دې وړاندې د ۱۰۴ میلیون ډالرو ژمنه کړې وه، خو اوس یې په تازه اقدام کې دا ویلي، تازه ۴۰۰ میلیون ډالره منظورې شوې پیسې به افغانستان په خپلو اقتصادي، صحي او حمایوي سکټورونو د کورونا د زیانونو د جبران لپاره ولګوي.

دغه بانک نن جمعه د غوايي ۱۹ مه په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، له دې پیسو به ۱۶۰ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا د بې وزله هېوادونو لپاره فنډ څخه دي او ۲۴۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان د بیا رغونې لپاره ۳۴ هیوادونو د نړیوال صندوق څخه ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازی هنري کرالې وايي، تمه لري چې په دغو مرستو به افغانستان په سختو شرایطو کې د خپلو اصلاحاتو د تداوم لړۍ جاري وساتي او د کرونا له کبله د کورنیو عوایدو د کموالي تشه به پرې ډکه کړي.

نړیوال بانک له افغانستان سره دا مرستې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا د بې روزګارۍ کچه ډېره لوړه شوې او له بلې خوا کرونا ویروس هم د خلکو په کارو بار باندې بد اغېز کړی دي او د خلکو ژوند یې ستونزمن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي