طالبانو ۴۸ نور زندانیان هم خوشي کړي دي

20 ثور 1399 ساعت 11:11

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو لخوا د افغان دولت ۴۸ نور زندانیان هم خوشې شول.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو لخوا د افغان دولت ۴۸ نور زندانیان هم خوشې شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان نن او پرون د دوی زندانونو څخه خوشې شوي دي.

دی وايي، دا زندانیان په هرات کې خوشې شوي دي او هر یو خوشې شوي بندي ته یې د لارې کرایه پنځه زره افغانۍ هم ورکړې دي.

نوموړي خبر ورکړی چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د سولې د هوکړې له مخې به افغان حکومت او طالبان یو د بل ۶ زره بندیان خوشې کوي.

تر اوسه افغان حکومت د دغې لړۍ له مخې ۹۳۳ طالبان خوشې کړي دي، خو طالبانو بیا تر اوسه ۱۵۰ تنه خوشي کړي، چې د چارواکو په وینا ډېری یې ملکي و ګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com