۰
بې پولې خبریالان:

هغه طالب زندانیان د نه خوشي کېږي، چې خبریالان یې وژلي

شنبی ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د بې پولې خبریالانو ټولنې له افغان حکومت غوښتي، هغه طالب زندانیان د نه خوشي کوي، چې پر خبریالانو د تاوتریخوالي، بریدونو او یا د هغوی د وژنو لامل دي.
هغه طالب زندانیان د نه خوشي کېږي، چې خبریالان یې وژلي
د بې  پولې خبریالانو ټولنې له افغان حکومت غوښتي، هغه طالب زندانیان د نه خوشي کوي، چې پر خبریالانو د تاوتریخوالي، بریدونو او یا د هغوی د وژنو لامل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې پرون جمعه د غوايي ۱۹ مه په یوه اعلامیه  کې ویلي، داسې راپورنه دي، چې افغان حکومت د لیل الدین په نوم هغه خطرناک طالب بندي هم خوشي کوي، چې د کابل زنبق څلور لاري برید یې پلان کړی وو.

 د بې پولې خبریالانو ټولنه زیاتوي، په هغه برید کې د رسنیو درې کارکوونکي، یو خبریال وژل شوی او د یک په نوم خصوصي تلویزون ته یې مالي صدمه هم رسولې وه.

 د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړه باید د جنګي جنایتونو د بخښلو سبب نشي، بلکې پر خبریالانو د بریدونو ټول عاملان باید مجازات شي او د ټولو قربانیانو کورنیو ته باید عدالت ورسول شي.
 
 په افغانستان کې د بې پولې خبریالانو د دفتر مشر رضا معیني ویلي که حکومت د طالبانو هغه بندیان خوشې کوي چې د خبریالانو قاتلان دي نو دا په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ د بندیز لګېدلو په معنا دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د عدالت له پامه غورځول پایداره اوعادلانه سوله نه شي راوستلی.

یادې ټولنې دا هم ویلي، چې د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو بریدونه نه یوازې زیات شوي بلکې ځینې خبریالان او د رسنیو مسوولان هم د طالبانو لخوا احضار شوي دي او خبرداری یې ورکړی چې د خپلو رسنیو ځینې فعالیتونه ودروي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي