۰

طالبان: له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره ویلي چې له هند سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او له افغانستان سره د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.
طالبان: له هند سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو
افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره ویلي چې له هند سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي او له افغانستان سره د هندوستان د مرستو هرکلی کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین له هندي رسنۍ ډي این اې سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

دغه رسنۍ وايي، شاهین په ځانګړې مرکه کې ورته ویلي، چې د خپلو ملي کټو او دوه اړخیز احترام پر اساس، طالبان غواړي د هند په ګډون له شاوخوا هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري  او د افغانستان په بیارغونه کې د دوی د ونډې او همکارۍ هرکلی کوي.

شاهین زیاته کړې«د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان هغه ملي اسلامي غورځنګ دی چې له اشغاله د هېواد د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي، موږ له خپلو پولو د باندې کومه اجنډا نه لرو.»

شاهین دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند ته سفر وکړ او د هند او طالبانو ترمنځ یې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

د خلیلزاد په بارو د طالبانو او هند خبرې او مذاکرات هم مهم دي چې د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې په کې مطرح او هوارې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي