ملګرو ملتونو کرونا ځپلو هېوادونو ته کابو ۷ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې

21 ثور 1399 ساعت 9:03

ملګري ملتونه وايي، د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.


ملګري ملتونه وايي، د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو متلونو ویلي تر دې وړاندې یې له بېوزله هېوادونو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر راټول کړي و، خو اوس هڅه کوي، دغه مرستې ډېرې کړي.

ملګرو ملتونو د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو ته د ۶.۷ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه پسې د هغو هېوادونو لپاره راټولېږي، چې بېوزله دي، د کرونا له جدي خطر سره مخ دي، روغتیایي سیستم یې کمزوری دی او کډوال پکې پراته دي.

ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د دغه ډول مرستو په ترسره کولو په بېوزله هېوادونو کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

ملګري ملتونه دغه څرګندونې پر داسې  مهال کوي، چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰۰۷۲۸ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې یې ۲۸۰۴۳۱ کسه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 127701

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127701/

جمهور
  https://www.jomhornews.com