امریکايي سناتوران:

ښايي طالبان د سولې هوکړې ته ژمن نه وي او دا هوکړه عملي نه شي

21 ثور 1399 ساعت 9:16

امریکایي سناتوران وايي، د طالبانو له لوري د بریدونو او تاوتریخوالي زیاتېدو د سولې هوکړې د عملي کېدو په تړاو اندېښنې پارولې دي.


امریکایي سناتوران وايي، د طالبانو له لوري د بریدونو او تاوتریخوالي زیاتېدو د سولې هوکړې د عملي کېدو په تړاو اندېښنې پارولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انګل په یوه اعلامیه کې ویلي طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کړې او له مخې یې تاوتریخوالی باید کم شوی وای.

خو په وینا یې طالبانو په دې وروستیو کې جګړې او بریدونو ته زور ورکړی او همدې مسئلې د سولې هوکړې د عملي کېدو په تړاو اندېښنې پارولې دي.

 د دغه کمېټې په خبره داسې وېره ده چې ښایي د سولې هوکړه عملي نه شي او طالبان دې هوکړې ته ژمن نه وي.

یادې کمېټې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی ودروي، بشري اوربند دې وکړي او د تاوتریخوالي کمېدو ته د ژمن شي.

سرچینه کاږي که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دا شک به په یقین بدل شي چې طالبان د سولې هوکړې عملي کېدو ته ژمن نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزیرمرستیال جیمز انډېرسون هم خبرداری ورکړی و که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو د دې احمتال شته چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وشي.

انډېرسون د امریکا د سنا جرګې غرو ته د خبرو پر مهال ویلي، دوی له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو او تاوتریخوالي د کمېدو په موخه د سولې هوکړه کړې ده.

خو په وینا یې که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي نو د دې احتمال شته چې د سولې پر دغه هوکړه له سره کتنه وشي او همدا راز د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ودرېږي.

انډېرسون زیاته کړې، دوی هغه څه ارو مرو عملي کوي چې په اړه یې څرګندونې کوي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 127703

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127703/

جمهور
  https://www.jomhornews.com