کابل کې د یوه جومات ملا امام وژل شوي دی

21 ثور 1399 ساعت 11:53

راپورونه وايي، ناپېژاند وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه جومات ملا امام د ترواېح د لمانځ پر مهال وژلی دی.


راپورونه وايي، ناپېژاند وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه جومات ملا امام د ترواېح د لمانځ پر مهال وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۰) د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمې په یوه جومات کې رامنځ ته شوې.

د سرچینو په وینا د اوومې ناحیې فیصل ښارګوتي د جامع جومات په ملا امام قاري اکرام الحق اریايي په محراب کې ډزې شوې او وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي وايي، د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 127714

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127714/

جمهور
  https://www.jomhornews.com