د حامد چنګیز د بانډ غړی زریالی مشور په زروی سبز ونیول شو

21 ثور 1399 ساعت 12:32

کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د حامد چنګېز په نوم د جنایتکاران د بانډ د یو پاتې شونی د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د حامد چنګېز په نوم د جنایتکاران د بانډ د یو پاتې شونی د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د غوایي ۲۱مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوی کس زریالی نومېږي، چې په زروی سبز مشهور دی.

خبرپاڼه وايي، له زرو سبز جنایتکار سره د هغه دوه نور ملګري بلال او محمد الله هم نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه  کسانو له څه مودې راهیسې د کابل په درېیمه، شپږمه، اوومه او دیارلسمه ناحیو کې په غلاو، شکو، ټپي کولو، اخلاقي جرائیمو او قتلونو لاس پورې کړی وو.
 
خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد جنایتکاران له مخکې د پولیسو تر څار لاندې و، چې باالاخبره پرون ماښام د پولیسو له خوا د شپږمې حوزې اړوند سیمو کې ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دوی څخه دوه میله کمری تومانچې، یو عراده سراچه موټر هم تر لاسه شوي او  دا مهال تر پلټونو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 127718

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127718/

جمهور
  https://www.jomhornews.com