۰

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۳۹۴ تنو ته ورسېده

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۸
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ تازه پېښې ثبت شوې، چې د تېرو ورڅو په پرتله نېږدې دوه برابره زیاتې دي
افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۳۹۴ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۱ تازه پېښې ثبت شوې، چې د تېرو ورڅو په پرتله نېږدې دوه برابره زیاتې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات مرستیال وحید مجروح نن یکشنبې د غوايي ۲۱ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۱ پېښې ثبت شوې، چې تر ټولو ډېرې ۱۱۷ یې په  کابل کې  دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر کابل وروسته ډېرې (۵۹ ) پېښې په هرات او پاتې نورې په نورو ولایتونو کې دي، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۹۴ تنو ته ورسېده.

دغه راز مجروح و ویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله پنځه تنه مړه شوي هم دي، چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۰ تنو ته ورسېده.

همدارنګه دی وايي، په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ تنه له کرونا ناورغۍ ښه شوي دي، چې د ټولو بېرته رغېدلو کسانو شمېر هم ۵۵۸ ته ورسېده.
 
د عامې روغتیا وزارت مرستیال یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې خلک کرنتین مراعت نه کړي او د روغتیا وزارت او روغتیاپالانو سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو کرونا به افغانستان کې یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي