د فراه د ولایتي شورا غړي تاییدوي، چې د فراه د اوسني مرستیال والي پلار او پخوانی امنیه قوماندان ضابط جلیل بختاور له طالبانو سره یو ځای شوی دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع
جمهور خبري آژانس ته و ویل«په خواشنۍ سره خبر شوم، چې د ولایت د مقام د معاون پلار ضابط جلیل پرون طالبانو ته ورغلی او ورسره یو ځای شوی دی.»
نوموړي زیاته کړه، چې جلیل بختاور دا مهال د بالابلوک ولسوالۍ د دېزک په کلي کې د طالبانو په یوه مهم مرکز کې اوسېږي.
دی وايي، تر اوسه د پېښې په اړه نور معلومات نه لري او نه یې هم په علت پوهېږي.
هڅه مو وکړه، چې د فراه د مرستیال والي مسعود بختاور او د والي د ویاند نظر هم واخلو خو هغوی له پرلپسې اړیکې سره سره ځواب رانه کړ.
خو په خواله رسنیو هغه عکس ډېر ښته پورته کېږي، چې ښکاري جلیل بختاور د طالبانو په منځ کې ولاړ دی او ګلان یې په غاړه وراچولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل