سیند ته د لسګونه افغان کارګرانو د غورځولو د پېښې په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، کره شواهد شته چې دا کسان به د ایران په خاوره کې مړه شوي وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې راپورونه ورکړل شول، چې ایراني پوځیانو پر ګډه پوله لسګونه افغان مسافر چې ایران ته د کارګرۍ لپاره روان و، تر نیولو وروسته شکنجه کړي او وروسته یې سیند ته غورځولي دي.
د سیمې خلکو ویل چې دوی تر ۱۲پورې مړي له اوبو څخه را ایسلي او لسګونه نور لا نه دي موندل شوي.
د دغه راپورونو تر خپرېدو وروسته د ایران حکومت په دې پېښه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.
تر دې وروسته افغان حکومت د یادې مسلې په اړه جدي غبرګون وښود او د دغه موضوع د څېړلو لپاره یې د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ مشرمفتش جنرال حمید طهماسي په مشرۍ پلاوی وټاکه.
اوس جنرال حمید طهماسي چې دا مهال په هرات کې دی وايي، دوی کره اسناد لري، چې دغه افغان کارګر د ایران په خاوره کې مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د نورو څېړنو لپاره باید شواهد له ایراني چارواکو سره شریک شي.
ښاغلي طهماسي ویلي« د دې لپاره چې دا موضوع ثابته شي او موږ ایراني لوري ته د هغو اسنادو په رڼا کې چې لرو یې، قناعت ورکړو چې پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده، خبرو او د اسنادو او معلوماتو سپارلو ته اړتیا شته.»
د یادونې ده، ایراني پوځیانو شاوخوا پنځوس تنه افغانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ولاړ شي نیولي او له وهلو ټکولو وروسته یې د ایران په اړونده ذوالفقار سیمه کې هریرود سیند ته غورځولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل