۰

رولا غني: طالبانو لا هم مسلمان وژنې ته ادامه ورکړې

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، طالبانو لا هم مسلمان وژنې ته ادامه ورکړې او باور نه کوي، چې دا ډله به د سولې خبرې پیل کړي.
رولا غني: طالبانو لا هم مسلمان وژنې ته ادامه ورکړې
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، طالبانو لا هم مسلمان وژنې ته ادامه ورکړې او باور نه کوي، چې دا ډله به د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن غني دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په ځانګړې تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، که طالبان رښتیا سوله غواړي له افغان حکومت سره د مخامخ خبرې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو لا هم افغان او مسلمان وژنې ته ادامه ورکړې او اوس یې له امریکایانو سره هوکړه کړې چې پر دوی به بریدونه نه کوي، خو پر مسلمانو افغانانو ددغه ډلې بریدونه دوام لري.

مېرمن غني ویلي حکومت په ځلونو پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی، خو دغه ډله له بهرنیانو سره اوربند کوي خو د خپلو افغانانو پر وړاندې جګړه غوره بولي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې ټینګار کړي، چې طالبان د رښتینې سولې لپاره باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

هغه وايي، افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی او دوه کاله کېږي د مخامخ خبرو غوښتنه کوي، خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي