اتمر او ظریف د افغان کارګرو د وژل کېدو د پېښې پر څېړلو خبرې کړې

22 ثور 1399 ساعت 10:14

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره تلیفوني خبرې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره تلیفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړو لورو یو ځل بیا د کډوالو د وژل کېدو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده او حنیف اتمر هرات ته د افغان پلاوي د رسېدو خبر ورکړی دی.

جواد ظریف ویلي چې د دوی پلاوی به هم ژر په مشهد کې خپلې پلټنې پيل کړي او وروسته به دواړه لوري معلومات سره شریک کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که اړتیا پېښه شي د دواړو لورو ګډ پلاوی به هم جوړ شي چې په هرات او مشهد کې به غونډې ولري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي د دې کار موخه د پېښې هر اړخیز څېړل، د عاملینو په ګوته کول او په راتلونکې کې د ورته پېښو مخنیوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هرات ته د افغان حکومت رسېدلی پلاوی وايي، کره اسناد شته چې افغان کارګر د ایران په خاروه کې مړه شوي دی.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ مشرمفتش جنرال حمید طهماسي، چې د پلاوی په مشرۍ دا مهال په هرات کې دی وايي، د نورو څېړنو لپاره باید شواهد له ایراني چارواکو سره شریک شي.

ښاغلي طهماسي ویلي« د دې لپاره چې دا موضوع ثابته شي او موږ ایراني لوري ته د هغو اسنادو په رڼا کې چې لرو یې، قناعت ورکړو چې پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده، خبرو او د اسنادو او معلوماتو سپارلو ته اړتیا شته.»

د یادونې ده، ایراني پوځیانو شاوخوا پنځوس تنه افغانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ولاړ شي نیولي او له وهلو ټکولو وروسته یې د ایران په اړونده ذوالفقار سیمه کې هریرود سیند ته غورځولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 127740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com