کرکټ بورشفیق الله شفق شپږ کاله له کرکټ کولو منع کړ

22 ثور 1399 ساعت 10:19

د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.


د افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان کرکت بورډ وایي، شفیق الله شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ سیالیو کې ترسره کړې دي.

له همدې امله به نوموړی په راتلونکو شپږو کلونو کې د هېڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.

کرکټ بورډ وايي دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پېسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللي او همدغه راز هڅه یې کړې چې یو بل افغان لوبغاړی هم وهڅوي چې د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلي وکړي.

د بورډ اعلامیه وایي چې شفق په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127741

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/127741/

جمهور
  http://jomhornews.com