لغمان کې ۳۴ افغان سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 ثور 1399 ساعت 11:53

ملي دفاع وزارت او سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت او سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خونړۍ نښته کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته تېره شپه (د غوایي ۲۱مه) د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په قلعه کوچیان سیمه کې  شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، په دغه نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې شبږ افغان سرتېري هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې لغمان کې د نښتې پر مهال شپږ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 127755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com