۰
د جرمونو نړیواله محکمه:

د امریکا له مخالفت سره، افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړو

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
د جرمونو نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه به خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او دغه لړۍ به نه دروي.
د امریکا له مخالفت سره، افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړو
د جرمونو نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه به خپلو پلټنو ته ادامه ورکوي او دغه لړۍ به نه دروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې محکمې ټینګار کړی، چې افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو، افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو له لوري د شویو جنګي جنایتونو پلټنې ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د مخالفت له امله د جرمونو نړیواله محکمه اړ شوې وه چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو څېړنه وځنډوي.

خو اوس تازه دغه محکمې ویلي دوی پرېکړه کړې چې بېرته به د جرمونو د څېړنې لړۍ پیلېږي او دوی به په دې برخه کې خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوي.

یادې محکمې ټینګار کړي، سره له دې چې امریکا د دغه جنګي جنایتونو یو لوری دی خو د دغه هېواد له مخالفت سره سره به دوی خپلې څېړنې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي