افغانستان کې د کروتا پېښې ۴۶۸۷ ته ورسېدې

22 ثور 1399 ساعت 13:06

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸۵ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره ټولې پېښې ۴۶۸۷ ته ورسېدې.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸۵ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره ټولې پېښې ۴۶۸۷ ته ورسېدې.

د جمهورآژانس د خبر له مخې  د عامې روغتیا وزرات مرستیال ډاکتر وحید مجروح وايي، له پرون راهیسې د کرونا ۷۰۹ شکمنې پېښې په لابراتوارونو کې څېړل شوې، چې ۲۸۵ یې مثبتې وې.

مجروح نن دوشنبې د غوايي ۲۲ مه په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې تر ټولو ډېرې پېښې ۱۶۱ په کابل کې ثبت شوې او له خلکو غوښتنه دا ده، چې جدي پاملرنه وکړي.

دی وايي، په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله په ننګرهار او کندهار کې دوه تنه هم مړه شوي، چې د ټولو مړو شمېر ۱۲۲ ته ورسېده او ۱۶ تنه ترې روغ شوي، چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۵۷۴ تنو ته ورسېد.

بل خوا د عامې روغتیا وزارت مرستیال مجروح حکومت او خصوصي سکتور ته خطاب کې و ویل، چې کرونا له افغانستان زر ورکېدونکې نه ده، نو ځکه د دوی د اصولو په ساتنې سره ورو ورو خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

هغه و ویل«داسې معلومېږي، چې کرونا به مو تر ډېره پرېنږدي، موږ ته یوازینې لار دا راپاتې چې له کرونا سره ژوند او مبارزه وکړو.»

نوموړي زیاته کړه همدې ته په کتو باید کاري چاپېریال، زده کړې، اداره او سوداکري په داسې ډول تنظیم شي، چې د کرونا له ګواښ سره سره، سیاسي ژوند، کار، تجارت او زده کړې، دوام ولري.
 
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، له دې خبرو د دوی موخه د کرنتین فوري ماتول نه دي، بلکې هدف دا دی، چې له کرونا سره ژوند په داسې شکل تنظیم کړای شي، چې ورځنۍ چارې ورو ورو بېرته پیل شي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ، چې کرونا جدي ونیسي او خپل ژوند او روغتیا ته تر وروستي حده پاملرنه زیاته کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 127758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com