طالبانو ۱۷ نور زندانیان هم خوشي کړل

22 ثور 1399 ساعت 13:23

وسله وال طالبان وايي، د افغان حکومت ۱۷ نور زندانیان یې هم خوشي کړي، چې د افغان حکومت د سیمه ییزه چارواکو له خوا یې هم د خوشي کېدو پخلی شوی دی.


وسله وال طالبان وايي، د افغان حکومت  ۱۷ نور زندانیان یې هم خوشي کړي، چې د افغان حکومت د سیمه ییزه چارواکو له خوا یې هم د خوشي کېدو پخلی شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، دوی پرون یکشنبې د غوايي ۲۱ مه بادغیس ولایت کې د حکومت ۲۱ بندیان خوشي کړي دي.

په ورته وخت کې د بادغیس سیمه ییز چارواکي هم تاییدوي، چې ۱۷ زندانیان راخوشي شوي او د بالامرغاب، قادس، آبکمري او جوند ولسوالیو د بادغیس مرکز قلعه نو ته لېږدول شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني وايي، دغه زندانیان تېره شپه د طالبانو له خوا خوشي شوي،  چې ۱۱ په کې د  اردو، پولیسو او ملي امنیت غړي شامل دي، ۳ د موسیساتو کارکوونکي او درې هم ملکي وګړي دي.

د یادونې  ده په چې په دې سره د طالبانو له لوري د ټولو خوشي شویو بندیانو شمېر ۲۱۴ تنو ته ورسېده.

افغان حکومت وایي، دوی د طالبانو تر زر پورې بندیان ورخوشي کړي او اوس وار د طالبانو دی، چې د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه او بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 127759

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127759/

جمهور
  https://www.jomhornews.com