ننګرهار: په جنازه کې ځانمرګي برید ۲۴ تنه و وژل

23 ثور 1399 ساعت 13:50

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په ننګرهار ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹۲ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې  په ننګرهار ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹۲ تنه ملکیانو ته  مرګ ژوبله واړوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ځانمرګی برید نن سه شنبې د غوايي ۲۳ مه د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید د محلي بولیسو د قوماندان شیخ اکرم په جنازه کې د جنازې له درېدو څو شېبې مخکې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې  د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي لالاخان ملکزي په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي ملک قیس نور آغا ملکزي په شمول ۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دوی ته د پېښې له ځایه ۱۲ جسدونه او ۵۶ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت د ننګرهار ولایتي شورا غړي ناصر کامه وال دغه برید کې د ولسي جرګې د غړي نوراغا ملکزي درې زامن چې یو یې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی لالا خان ملکزی دی هم وژل شوي او پخپله نور اغا ملکزی ټپي دی.

خو په ولسي جرګه کې  د ننګرهار بل استازی حاجي حضرت علي وايي، په دغه برید کې تر ۶۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 127790

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127790/

جمهور
  https://www.jomhornews.com