د سولې د ولسي حرکت غړی مولوي بهاوالدین وژل شوی دی

23 ثور 1399 ساعت 14:09

ناپېژانده وسله والو کسانو د سولې د ولسي حرکت د غزني د برخې د عملیاو کمېټې مشر مولوي بهاو الدین وژلی دی.


ناپېژانده وسله والو کسانو د سولې د ولسي حرکت د غزني د برخې د عملیاو کمېټې مشر مولوي بهاو الدین وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد حرکت ویاند بسم الله وطن دوست د پېښې پخلي کړی خو وايي دا ناپېژانده کسان نه دي، بلکې د افغانستان د جګړې د ښکېلو غاړو کسان دي.

نوموړي ویلي، چا چې مولوي بهاو الدین وژلی هغه  د افغانستان په جګړه د ښکېلو خواو طالبانو، حکومت او یا هم نړیوالې تولنې پورې اړه لري.

هغه زیاته کړې« دوی یې له پړې نشي وتلای یا همدې دریو لوریو کې یو لوري وژلی یا ددوی له وجې رامنځته شویو ترهګرو ډلو دا کار کړی دی.»

 وطندوست وايي، د سولې ولسي حرکت له ټولو جنګي لوریو څخه په شدت غوښتنه کوي چې د مولوي بهاوالدین قاتلین دې ورته په ګوته کړي.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127792

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127792/

جمهور
  https://www.jomhornews.com