سعودي به ۶ سوه افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږي

23 ثور 1399 ساعت 14:19

سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.


سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د سعودي له الاخباریه تلویزوني شبکې سره خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، ټاکل شوې چې ۵۹۷ هغه افغانان چې دا مهال د سعودي په زندانونو کې پراته دي خپل هېواد ته انتقال شي.

د هغه په وینا دا بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی وای، خو د کورونا ناروغۍ د نړیوالې پراختیا له کبله پکې تر اوسه ځنډ راغی.

په سعودي کې افغان سفیر د جاوید مجددي زیاتوي، چې  دا افغان بندیان به د عربستان د حکومت په لګښت افغانستان ته انتقال شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com