افغانستان کې د کرونا پېښې کابو ۵ زرو ته ورسېدې

23 ثور 1399 ساعت 14:36

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۸۱ تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویرس د اخته کسانو شمېر کابو پنخه زره تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۸۱ تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویرس د اخته کسانو شمېر کابو پنخه زره تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن سه شبنې د غوایي ۲۳ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل، چې تېرو ۲۴ ساغتونو کې د کرونا ویرس ۷۴۱ مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې ۲۸۱ یې مثبت وې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ۲۸۱ پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته ورسېده.

د هغه په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ناروغۍ ۵ تنه مړه شوي او ۳۶ نور بېرته روغ شوي، چې د مړو شمېر ۱۲۷ تنو ته او د رغېدلو کسانوشمېر ۶۱۰ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال یو ځل بیا په ټینګار سره خبرداری ورکړ، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او روغتیايي اصول مراعت نه کړي، نو امکان شته، چې د هېواد ۸۰ سلنه وګړي په دغه ناروغۍ اخته او بشري ناورین رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 127795

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127795/

جمهور
  https://www.jomhornews.com