افغان حکومت:

نړیوال باید د طالبانو روان تاوتریخوالي په اړه ښکاره دریځ ولري

23 ثور 1399 ساعت 15:05

افغان حکومت په لغمان ولایت کې د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو برید ته په اشارې وايي، نړیوال باید د طالبانو له خوا د روان تاوتریخوالي په اړه ښکاره دریځ ولري.


افغان حکومت په لغمان ولایت کې د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو برید ته په اشارې وايي، نړیوال باید د طالبانو له خوا د روان تاوتریخوالي په اړه ښکاره دریځ ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن سه شنبې د غوايي ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خبرې کولې لغمان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو وغانده او ویې ویل، چې  نړیوال باید د طالبانو پر دغه ډول کرنو غبرګون وښيي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه، چې د طالبانو وروستی برید د جګړې پر دوام د دغه ډلې ټینګار او سولې ته د یادې ډلې نه ژمنتیا په ګوته کوي.

د ولسشمر ویاند وايي، نړیوالو ته په کار ده، چې د طالبانو له لوري د سولې هوکړې ماتېدل او همدا راز ددغه ډلې روان تاوتریخوالي ته ښکاره دریځ ولري.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د لغمان په الیشینګ کې د افغان ځواکونو پر پوستو او کاروان وسله وال برید کړی و، چې ویل کېږي چې په پېښه کې ۲۷ افغان پوځیان وژل شوي دي.

بل خوا صدیقي د وروستیو سیاسي کشمکوشونو په اړه هم د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه و ویل او زیاته یې کړه، چې ولسمشر د سیاسي اختلافاتو حل ته کاملآ ژمن دی او کار کوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې جنرال دوستم ته ولې مارشالي ورکول کېږي و ویل، چې دا کار هم د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره کېږي.

د ولسشمر ویاند وايي، د ارګ او عبدالله ترمنځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی خو ځینې مسایل لا هم پاتې دي، چې کار پرې روان دی او ژر به حل شي.

ښاغلي صدیقي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ولسمشر او حکومت د روان سیاسي اختلاف حل ته ژمن دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي تر څو هېواد له نورو ناخوالو وژغورل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 127798

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127798/

جمهور
  https://www.jomhornews.com