۰

خوست او پکتیکا کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۲
خوست او پکتیکا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
خوست او پکتیکا کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
خوست او پکتیکا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړی وسله والو پرون ماښام د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسین کلي، کې پر  قومي مشرانو هغه مهال برید کړی، چې هغه له جومات نه د راوتو په حال کې وو.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، په دې برید کې درې قومي مشران وژل شوي او یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې  ده.

بل خوا نن سه شنبې د غوايي ۲۳مه سهار مهال د خوست ولايت د صبري او يعقوبيو ولسوالۍ د خلبېسات په ښار ګوټي کې چاودنه شوې ده.

د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او لس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې ټول غریبکاره او د لاسي کراچۍ چلوونکي دي.

سرچينې زياته کړه چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه د دواړو بريدونو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې ۹۲ ملکي وګړو ته نن په ننګرهار ولایت کې د یوه  ځانمرګي برید او ۲۸ تنو ته په کابل کې په یوه روغتون باندې په ډلیز وسله وال برید کې مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي