د اسیا پراختیايي بانک:

له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته ادامه ورکوو

23 ثور 1399 ساعت 16:14

د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي.


د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بانک رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره د دغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي.

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او په خبره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره لا ډېرو مرستو ته تیار دي.

ولسمشر غني هم د دغه بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه نړیواله وبا د یو بل په همکارۍ د ځمکې له مخ ورکه کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127805

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127805/

جمهور
  https://www.jomhornews.com