تېره اونۍ زرګونه افغانان له ایران خپل هېواد ته ستانه شوي دي

23 ثور 1399 ساعت 16:18

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي، تېره اونۍ ۶۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي، تېره اونۍ ۶۸۷۰ افغان کډوال د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، تر دې مخکې اونۍ کې هم ۵۸۰۱ کسه له ایران را اوښتي چې د تېرې اونۍ شمېرې د وړمې اونۍ د شمېرو په پرتله ۱۸سلنه کموالی ښيي.

د کډوالو نړیواله اداره زیاتوي، لا هم هره ورځ لسګونه کسان د اسلام قلعې بندر له لارې افغانستان ته راځي او دوی یې ثبت او راجستر کوي.

په ایران کې د کرونا ویروس تر پراختیا وروسته افغانستان ته له دغه هېواد د کډوالو راتګ خورا چټک شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com