۰

وحید عمر: طالبان او داعش یو له بله وروڼه دي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار د کابل، ننګرهار او لغمان وروستیو پېښو ته په غبرګون کې وايي، طالبان او داعش یو د بل وروڼه دي.
وحید عمر: طالبان او داعش یو له بله وروڼه دي
په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار د کابل، ننګرهار او لغمان وروستیو پېښو ته په غبرګون کې وايي، طالبان او داعش یو د بل وروڼه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن سه شنبې د غوايي ۲۳ مه تر دغه بریدونو وروسته په یوه لنډ ټوېټ کې ویلي«هغه وحشت چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په برجي، د ننګرهار په خېوې او لغمان کې وشو، د بښلو او هېرولو نه دي.»

وحید عمر د هغه کسانو پر حال هم تاسف ښودلي، چې طالبان یې له یوې ترهګرې او انسان وژونکې ډلې پرته بله ډله باندې پېژني او د ده په وینا هڅه کوي، هغوی ته نوې کته واغوندي.

نوموړي ویلي«طالب او داعش زېړ سپی او شغال دی، یو له بله وروڼه او برابر دي.»

د یادونې ده، چې نن سه شنبې د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو ځانمرګي برید وشو، چې د ځایي چارواکو په وینا ۲۵ ملکيان په کې وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز نن پلازمېنې کابل د ۱۳ مې حوزې د دشت برچي اړوند د ټانګ تېل سیمه کې په یوه ولادي روغتون په ډلیز وسله وال برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

دغه راز په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم د وسله وال برید او چاودنې په ترڅ کې څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

تر دې وړاندې بیا پرون په لغمان کې په افغان پوځیانو د طالبانو په برید کې ۲۷ سرتېري وژل شوي او ۹ نور لادرکه شوي دي.

د لغمان د برید مسوولیت خو طالبانو اخیستی، خو د کابل، ننګرهار او خوست په بریدنو کې یې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي