د کابل او ننګرهار بریدونو ته نړیواله غبرګونونه: دا بریدونه ښکاره بشري جنایت دی

24 ثور 1399 ساعت 11:42

کابل کې پر روغتون وسله وال برید او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګی برید په نړیواله کچه غندل شوي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی.


کابل کې پر روغتون وسله وال برید او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګی برید په نړیواله کچه غندل شوي او دا یې یو ښکاره بشري جنایت بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې پرون په یوه ولادي او نسايي روغتون درې تنه وسله والو برید وکړ، چې نوزېږده ماشومانو په ګډون یې ۱۴ تنه و وژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل، چې ټول ښځې او ماشومان دي.

تر دې بیا یوه ورځ وړاندې ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جناري پر مراسمو ځانمرګی برید وشو، چې په کې  ۲۴ ملکي وګړي و وژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو دغه بریدونه په کلک غندي او ویلي یې دي، چې د دغه بریدونو عاملان باید محاکمه شي او دغه  راز د بشري حقونو د څار ډلې په روغتون باندې برید جنګي جنایت بللی دی.

کابل کې د امریکا سفارت دا بریدونه د ترهګرو کار بللی او سفیر یې ویلي« زه دا وحشیانه برید او تروریستان غندم چې بې دفاع او کړیدلی ولس په نښه کوي.»

د امریکا د سفارت شارژدافیر راس په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی او د فغان امنیتي ځواکونو، ډاکټرانو او صحي روغتیايي کارکوونکو اقدام یې ستایلی دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس هم د دغو بریدونو له کبله خواشیني‌‌ ښودلې او په خپل ټوېټر یې لیکلي، د کابل او ننګرهار بریدونه چې بې ګناه خلک په کې و وژل شول، په کلکه غندم.

نوموړي ویلي دي چې ناټو به د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړه وي.

د جنوبي آسیا لپاره د بخښنې سازمان هم دا بریدونه غندلي دي ‌او په ټوېټر یې لیکلي«غیرمسولانه جنګي جرایم چې نن یې په افغانستان کې یو نسايي ړولادي ‌روغتون او یوه جنازه په نښه کړه، باید نړۍ د هغه وحشت په اړه وېښه کړي چې ولسي خلک ورسره مخامخ دي»

دغه سازمان ویلي دي چې باید د دغې پېښې عاملینو سره حساب او کتاب وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر ماشومانو او مېندو برید وحشتناک او ټکان ورکوونکی بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي په کابل کې پر یوه روغتون د وسله والو برید ټکان ورکوونکی او وحشتناک عمل دی.

نوموړي ویلي، په دې سختو شرایطو کې د خپلې همدردۍ مراتب له ناروغانو، د ټپيانو او وژل شوو له کورنیو، روغتیایي کارکوونکو او عامو افغانانو سره شریکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر ترهګرو ډلو غږ کړی چې پر ملکي وګړو او روغتیایي کارکوونکو له بریدونو لاس واخلي.
 
، امریکا، ناروې، کاناډا، ایران، پاکستان، په کابل او ننګرهار کې پروني بریدونه غندلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په کابل او ننګرهار کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه غندي او په دې تمه دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په کابل کې د ایران سفارت هم پروني بریدونه غندلي دي او وایي چې پر ملکي وګړو برید وحشت او له بشري حقونو سرغړونه ده.

بلخوا په کابل کې د کاناډا سفارت هم ویلي چې پر پېښه خواشیني دي او په دې سختو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه ډول اعمال د بشریت او انسانیت ضد کړنې دي چې دوی یې غندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر دغه بریدونو د خواشنۍ تر څنګ په افغان حکومت او طالبانو غږ کړي، چې د دغه بریدونو عاملین ونیسي او سزا د ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com