افغانستان کې د کرونا پېښې ۵۲۲۶ ته ورسېدې

24 ثور 1399 ساعت 12:24

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵۹ تازه پېښې ثبت شوې دي.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵۹ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار جمهور خبري آژانس ته په لېږلو معلوماتو کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۱۹ مشکوکې پېښې څېړل شوې، چې ۲۵۹ یې ترې مثبت وې.

نوموړي زیاته کړه، چې  د تازه ۲۵۹ ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویرس د اخته کسانو شمېر له پنځه زره واوښت او ۵۲۲۶ تنو ته لوړ شو.

د هغه په وینا له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۴۹ په بلخ، کندهار کې ۲۹، کابل کې ۲۷، تخار کې ۲۵، ننګرهار کې ۲۳، هرات کې ۲۲، کونړ او پروان کې لس لس، بادغیس کې ۸، بغلان، وردګ او لوګر کې شپږ شپږ، دایکندي او پنجشېر کې پنځه پنځه، فاریاب کې ۴، زابل، کندوز او نیمروز کې درې درې، په فرا، بامیان او  هلمند کې دوه دوه، په غور او لغمان کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا له امله پنځه تنه مړه شوي، چې په دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۳۲ تنو ته ورسېده.

وزارت وايي، تېره ورځ په ټول هېواد کې ۴۲ تنه له کورونا څخه روغ شوي دي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۶۴۸ ته لوړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com