اسیا پراختیایې بانک افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه ډالر وړیا مرسته تصویب کړه

24 ثور 1399 ساعت 12:57

د اسیا پراختیایې بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه امریکایې ډالر وړیا مرسته تصویب کړه.


د اسیا پراختیایې بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه امریکایې ډالر وړیا مرسته تصویب کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده مرسته به د ۱۵ روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو جوړولو چې د ۱۱۰۰ څخه زیات د نویو بسترونو په زیاتولو سره د تجرید څانګې او د جدي پاملرنې واحد به ولري همداشان به د پنځو روغتونونو د بیا رغونې په برخه کې هم مرسته وکړي.

دغه روغتونونه او روغتیايي تاسیسات به د امیدواره میرمنو په ګډون د ښځو لپاره د ځانګړو برخو لرونکي وي.

دغه راز یاده مرسته به د بېړنۍ اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو تدارکات او د کووېډ-۱۹ په ګډون عامه روغتیايي بېړنیو حالاتو ته د افغانستان د ملي روغتیايي سیستم ځواب ویلو ظرفیت او انعطاف جوړولو څخه ملاتړ وکړي.

د مالیې وزارت رهبرۍ د اسیا پراختیایې بانک له مرستو څخه مننه کوي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د پرمختګ اوږدمهال شریک دی او بېړنیو حالاتو کې دغه هېواد ته د ګړندي ملاتړ وړاندې کولو ژوره تجربه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127828

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com