۰
د امریکا دفاع وزارت:

د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې له دفاعي حالت څخه د وتو امر وکړ، د امریکا دفاع وزرات وايي، دوی د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوو
وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې له دفاعي حالت څخه د وتو امر وکړ، د امریکا دفاع وزرات وايي، دوی د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني  پرون په کابل کې په روغتون او ننګرهار کې پر جنازې له بریدونو وروسته افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې نور له دفاعي  حالت نه ووځي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې تعرضي حالت خپل کړي.

ولسمشر غني افغان ځواکونو ته په ټينګار سپارښتنه وکړه، چې د هېواد او خلکو د دښمنانو پر وړاندې خپل عملیات له سره پیل کړي.

د ولسمشر له دغه امر سره سم د امریکا دفاع وزارت هم ویلي، چې دوی د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تامس کمبل د ښاغلي غني وینا ته په غبرګون کې ویلي، د موافقې پر اساس (طالبانو سره)، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونو په صورت کې به امریکايي ځواکونه دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د امریکا له هوکړې سره سم تر پرون پورې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې وو، خو طالبانو له تړون وروسته بریدونو ته زور ورکړ.

د یادونې ده، چې کابل کې پر روغتون وسله وال برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي، خو په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید ۳۶ تنه وژلي او ۱۳۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي