افغان حکومت:

طالبان خپله بقا د تاوتریخوالي په دوم کې بولي، سولې ته نه دي لېواله

24 ثور 1399 ساعت 15:54

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، وسله وال طالبان په کابل او ننګرهار کې د کړیو بریدونو څخه په انکار سره د دغه بریدونو له مسوولیت څخه ځان نه شي خلاصولی.


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، وسله وال طالبان په کابل او ننګرهار کې د کړیو بریدونو څخه په انکار سره د دغه بریدونو له مسوولیت څخه ځان نه شي  خلاصولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبې د غوايي ۲۴ مه کابل او ننګرهار کې  شویو بریدونو ته غبرګون کې و ویل، چې طالبان د خپله بقا تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو کې ویني او تر دې دمه یې  د سولې په اړه کوم نېک نیت نه دی ښودلی.

د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ، چې  وسله وال طالبان په هیڅ صورت ځان له تروریزم او په وروستیو څو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د تر سره شوو تروریستي بریدونو څخه نشي جلا کولای.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له لوري د اعلامیې په ورکولو له مسؤلیت څخه انکار کول، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي.

افغان حکومت وايي، د سولې په اړه یې خپل مسؤلیت ادا کړی او اوس د طالبانو نوبت دی چې پر خپلو کړنو له سره غور وکړي.

صدیقي ټینګار وکړ چې د سولې په وړاندې تر ټولو اصلي خنډ له نورو تروریستي ډلو سره د وسله والو طالبانو اړیکې دي.

د هغه په خبره، طالبان فکر کوي که چیري له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، موجودیت یې تر سوال لاندې راځي چې په وینا یې له همدې امله د امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره تاوتریخوالی کوي.

د یادونې ده، چې پرون کابل کې په روغتون برید کې ۱۴ تنه و وژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول، خو په ننګرهار کې په جنازه ځانمرګي برید کې بیا ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي خو افغان حکومت وايي، په دغه بریدونو کې د طالبانو لاس ځکه و، چې دغه ډلې نورو ترهګرو ډولو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com